د سين هوا اژانس د خبر له مخې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي او د شیعه ګانو مذهبي مشر مقتدی الصدر د روانې میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ چې د العبادی په مشرۍ د النصر ائتلاف او د الصدر په مشرۍ د سائرون ائتلاف د نوي حکومت د جوړولو لپاره يو ځای شوي دي.
په همدې ورځ العبادي او الصدر د عراق په جنوب کې د شيعه ګانو په مقدس ښار نجف کې د نوي حکومت د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې. نوموړو دوو ډلو موافقه کړې چې د نوي اييتلاف دروازه نورو سیاسي ډلو ته هم خلاصه ده. الصدر په خبري ناسته کې د دواړو ډلو ترمنځ موافقه شوی اته فقره ییز سیاسي تړون هم اعلان کړ.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |