CRI Online

د م م سرمنشي د چین د پولیسو له پلاوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-24 16:42:54

د م م سرمنشي انتونیو ګوتیریس د روانې میاشتې په ۲۲ مه نېټه په نیویارک کې د چین د پولیسو له پلاوي سره وکتل چې د م م د پولیسو په دوهمه سرمشریزه غونډه کې ګډون کوي.

ګوتیریس د م م د سوله ساتو چارو په برخه کې د چین د مهم خدمت لوړه ستاینه وکړه. م م د دې هم ستاینه کوي چې چین د سوله ساتو پولیسو د توان له ابادۍ څخه ملاتړ کوي او هیله لري چې چین په دې برخه کې لازیات رول ولوبوي.

د چین د پلاوي مشر او د عامه امنیت وزارت اول معاون وانګ شیاو هونګ وویل چې چین به په فعاله توګه د دولت رئیس شي جین پینګ او سرمنشي ګوتیریس ترمنځ ترلاسه کړې مهمې موافقې پلې کړي، په ټینګه سره به له م م څخه ملاتړ وکړي چې د سوله ساتو په برخه کې لازیات رول ولوبوي او په مداومه توګه به د سوله ساتو پولیسو د توان له ابادۍ څخه ملاتړ وکړي چې د نړۍ د سولې د ساتلو او هڅولو لپاره لازیات رول ولوبوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای