د ایران د بهرنیو چارو وزارت معین عباس عراقچي د روانې میاشتې په ۲۳ مه نیټه وویل چې د اروپا اړوندو هیوادونو او اروپایي ټولنې ژمنه کړې چې ژرترژره به د ایران د ذروي مسئلې په تړون کې د ایران د ګټو ساتلو لپاره یو جامع پلانونه مطرح کړي.
نوموړي په همدې ورځ په تهران کې په یو فعالیت کې د ګډون په ترڅ کې وویل چې بریتانیا فرانسې المان او اروپایي ټولنې ژمنه کړې چې د جون میاشتې تر پايه پورې به یو لړ واقعي پلانونه وړاندې کړي چې د ذروي مسئلې په تړون کې د ایران ګټې وساتي. هغه وویل چې ایران دغه پلان ته انتظار باسي او هیله لري چې مثبت رول ولوبوي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |