CRI Online

د خلکو ورځپاڼې تبصره:د شي جين پينګ ډيپلوماتيکه مفکوره په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ لپاره بنسټيزه او عملياتي ګړنلاره ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-24 16:51:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د خلکو ورځپاڼې د جون په ۲۴مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د شي جين پينګ ډيپلوماتيکه مفکوره په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ لپاره بنسټيزه او عملياتي ګړنلاره ده.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو په کاري غونډه کې وويل چې د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې موږ په نوې زمانه کې د چين او نړۍ د پرمختګ له حالاتو سره سم د بهرنيو کارونو د تر سره کولو په وخت کې د سترو مفکورو او عملياتو په برخو کې يو لړ نوښتونه پيدا کړي او په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ډيپلوماتيکه مفکوره مو تر لاسه کړې ده.

په تېرو ۵ کلونو کې زموږ بهرنيو کارونو په هراړخيزه توګه تاريخي لاسته راوړنې ترلاسه کړي چې بنسټيز دليل د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون او په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ډيپلوماتيکو افکارو يعنې د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو مفکورو پلي کول دي.د يادې غونډې تر ټولو مهمه پايله دا ده چې د شي جين پينګ ډيپلوماتيکه مفکوره د چين د بهرنيو کارونو د بنسټيزې او عملياتي ګړنلارې په توګه ټاکل شوې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای