د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې انادولو نيوز اېجنسۍ خبر ور کړ چې د ابتدايي نتيجې له مخې د ترکيې اوسني ولسمشر رجب طيب اوردوګان د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شوی دی.
د ۹۷.۲ سلنې رايو د شمېرلو د نتيجې له مخې له شپږو تنو کانديدانو څخه اوردوګان ۵۲.۶ سلنه رايې تر لاسه کړې دي.
تر دې ټاکنې وروسته به د دې هېواد سياسي نظام له پارلماني نظام څخه پر رياستي نظام بدل شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |