د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال کې د طلايي پيالې جايزه ورکړل شوه
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۲۴مه نېټه د ۲۱مې دورې د شانګهای نړيوال فېستيوال د طلايي پيالې جايزې د ورکولو مراسم ترسره شول. له جنت څخه د وتلو په نوم فلم چې د سويس او مغولستان لخوا په ګډه جوړ شوی، د طلايي پيالې جايزې د تر ټولو غښتلي فلم جايزه تر لاسه کړې ده.
دغه نړيوال فلمي فېستيوال د ۱۰۸ هېوادونو او سيمو ۳۴۴۷ فلمونه راجلب کړي چې دغه شمېر د تېر کال په نسبت په څرګنده توګه زيات شوی. له دغو فلمونو څخه ۱۳ فلمونه د يادې جايزې په نوماندانو کې شامل شوي. د دې فلمي فېستيوال مديرې فو ون شيا وويل، په دې وروستيو کلونو کې د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې همکارۍ کړې چې د بېلا بېلو هېوادونو له فلمي فېستيوالونو سره يې د فلمونو سپارښتنې کړې او رنګارنګ تبادلوي فعاليتونه يې ترسره کړي چې خپله اغېزه يې لوړه کړې ده. برسيره پر دې، څو ورځې مخکې دغه فېستيوال د فلم جوړوونکو د نړيوالې ټولنې لخوا د نوي جوړ شوي د فلمي فېستيوال د کمېسيون د لومړۍ ډلې ټاکل شوی غړی ګرځېدلی چې په نړيوال سازمان کې د مسلکي وينا کولو حق يې لوړ شوی دی. (هيله)
د تر ټولو غښتلي فلم جايزه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |