CRI Online

د سوريې پوځ د عراق سره په ګډه پوله کې زياتې سيمې نيولې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 10:58:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د يوې ا علاميې په خپرولو سره وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې له عراق سره په ګډه پوله کې د داعش ډلې ګڼ شمېر عناصر له منځه وړي او شاوخوا اتلس سوه کيلو متره مربع ځمکه يې يو ځل بياتر خپل واک لاندې راوستی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي چې حکومتي پوځ او ملګرو يې په دې وروستيو ورځو کې د ديرزور ولايت په ختيځ له عراق سره په ګډه پوله لرونکې سرحدي سيمه کې د يادې ډلې پر اډې دقيق بريدونه کړي او د دې ډلې ګڼ شمېر پاتې عناصر يې له منځه وړي ،د دوی جنګي تجهيزات يې ويجاړ کړي او د ابوکامل ښار په لويديځ کې شاوخوا اتلس سوه کيلو متره مربع ځمکه يې بيا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای