CRI Online

د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس به د جون له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۸مې نيټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 10:59:46

د چين د دولتي شورا د غړي او د دفاع وزير وي فنګ هه په بلنه به د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس د جون له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۸مې نيټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي او د چين دولتي او پوځي مشران به ور سره وګوري. دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د پوځي اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړي.

د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند ژون ګوو چيانګ د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين او امريکا د پوځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره بلکې د نړيوالې ټولنې له هيلو سره هم سمون لري.چين له امريکا سره د پوځي اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هيله لري چې امريکا له چين سره په يو لوري حرکت وکړي او ګډې هڅې وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو مهم ثابت عوامل وګرځي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای