CRI Online

شي جين پينګ د فرانسې له لومړي وزير ايدوارد فيليپ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 15:06:18
شي جين پينګ د فرانسې له لومړي وزير ايدوارد فيليپ سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د فرانسې له لومړي وزير ايدوارد فيليپ سره وکتل.

شي جين پينګ د فيليپ هر کل وکړ او و يې ويل، ولسمشر ماکرون او لومړي وزير فيليپ په نيم کال کې په وار سره چين ته سفرونه کړی، له دې څخه ښکاري چې فرانسه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لوړه سويه لري. اوس نړۍ د پيچلي او ژور بدلون په حال کې ده، چين غواړي له فرانسې سره خپلمنځي اړيکې لا نورې ټينګې کړي.

شي جين پينګ وويل، چين او فرانسه هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي. چين د فرانسې هغه نيت ستايي چې غواړي د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې ګډون وکړي. چين هم غواړي د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د فرانسې او اروپايي ټولنې د پرمختګ له ستراتيژۍ سره موثره همکاري وکړي.

فيليپ وويل، د روان کال په پيل کې ولسمشر ماکرون په برياليتوب سره چين ته سفر وکړ او له دې څخه د فرانسې او چين ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اهميت څرګندېږي. فرانسه له چين سره پر اړيکو پوره باور لري او غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ او تبادلې لا ژورې کړي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د انسانانو له ګټو سره سمون خوري. فرانسه غواړي د نړۍ د سولې او ثبات د هڅونې او د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای