د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د جون په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روسيې ۱۱ پوځي الوتکې له سوريې څخه بېرته د خپل هېواد اډې ته ستنې شولې.
په دې اعلاميه کې راغلي، د کا-۵۲ دوو چورلکو او ۹ ډول ډول جنګي الوتکو په شمول ۱۱ روسي پوځي الوتکې په سوريه کې د جنګي دندې تر بشپړولو وروسته بېرته روسيې ته ستنې شوي دي. د سوريې په حمیميم هوايي اډه کې د روسيې ځيني ځمکني خدمت کوونکي هم د خپلو دندو تر بشپړولو وروسته بيرته روسيې ته ستنه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |