د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې ولسمشر بشار الاسد څو ورځې مخکې له روسي خبري رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل، له اوږدې مودې راهيسې په سوريه کې د دوامدارو جګړو سبب دا دی چې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو د سوريې له مخالفو ډلو څخه ملاتړ کړی او په دې پلمه يې په سوريه کې مستقيمې نظامي لاسوهنې کړې .
د روسيې د خپلواک ټلويزيون ويبپانې د جون په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، بشار څو ورځې مخکې د دې ټلويزيون له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، په سوريه کې د دوامدارو جنګونو مهم بهرنی سبب دا دی چې د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو په سوريه کې د خپلې خوښې انقلاب د رامنځته کېدو هڅې کړې، خو ناکامه شوي، نو دوی تر خپل کنټرول لاندې له ځواکونو سره مرستې کړې چې په سوريه کې جګړې وکړې.
په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې بحران تر پېښېدو وروسته، د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو تر مرستو لاندې، د سوريې په ګوټ ګوټ کې مخالفو ډلو واک درلود او په دې بهير کې داعش پياوړی شو. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د سوريې حکومت په بلنه، روسيې د سوريې تندلارې ډلې وځپلې او د جګړې د بد حالت د بدلون لپاره يې د سوريې له حکومتي پوځ سره مرستې کړې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |