CRI Online

د ۲۱ مې دورې د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال د طلايي جام جايزې ګټونکو لېست خپور شو، د سويس او مغولستان لخوا په ګډه جوړ شوي فلم د تر ټولو ښه فلم جايزه وګټله، چيني فلم الاچانګسو د قضاوت کمېټې لويه جايزه او د تر ټولو ښه سناريو جايزې وګټلې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 15:43:09

د ۲۱ مې دورې د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال د طلايي جام جايزې د ورکولو مراسم د جون د ۲۴ مې نېټې په شپه د شانګهای په لوی تياتر کې ترسره شول. د سويس او مغولستان لخوا په ګډه جوړ شوي فلم چې له جنت څخه وتل نوميږي، د تر ټولو ښه فلم جايزه وګټله او د الاچانګسو په نوم چيني فلم د قضاوت کوونکو کمېټې لويه جايزه او د تر ټولو د ښې سناريو جايزه ترلاسه کړې.

له جنت څخه وتل فلم کې چې د تر ټولو ښه فلم جايزه وګټله ،د خپل لومړي ماشوم زېږون ته د کوچيانو د يوې جوړې د چمتوالي نيولو په هکله کيسه وويله شوه. د قضاوت کوونکو کمېټه دغه فلم داسې ارزيابي کوي : کيسه يې ساده ده، خو جوړونه يې ډېره په زړه پورې ده او په هر لحاظ يو ډېر ښه فلم ورته ويلی شو.

د الاچانګسو په نوم چيني فلم د قضاوت کوونکو کمېټې لويه جايزه او د تر ټولو ښې سناريو جايزه وګټلې، په دغه فلم کې د زيارت په هکله کېسه وويل شوه.الاچانګسو د تبتي قوم د يوې سندرې نوم دی او په تبتي ژبه کې يې معنا دا ده چې مهرباني وکړئ چې د دغې پيالې شراب وڅښئ. د دغه فلم ډايرکټر سوتار ګيال وايي، په دغه فلم کې ويل شوې کيسې د ده د يو نږدې ملګري له تجربې څخه سرچينه اخيستې، هيله ده چې دغه فلم بهر ته د سيمو او دينونو له حدودو څخه د مينې پيغام خپور کړي.

((دغه کيسه د تبتي قوم د خلکو په ميشت ځايونو کې پېښه شوې، خو پکې د مختلفو ځايونو، هېوادونو او د پوستکو مختلفو رنګونو کسان شامل دي، دا د ټولو انسانانو د ورته والي په شان دی او په هر ځای کې د دغه ډول کيسې د پېښېدو شونتيا شته ده. نو دغه فلم د دغې کيسې له لارې د مينې او جامعيت پيغام خپروي.))

د تر ټولو ښه ډايرکټر جايزه د کيوبا او کاناډا لخوا په ګډه جوړ شوي فلم 》 يو ژباړونکي《 ته ورکړل شوه، امريکايي فلمي لوبغاړي تای شيريدان د جمعې په ورځې د ماشوم په نوم فلم کې د رول لوبولو له امله د تر ټولو ښه نارينه ممثل جايزه وګټله او کاناډايي فلمي لوبغاړې ايسابيلل بلايس په فلم 》تادوساک《 کې د ښه رول لوبولو له امله د تر ټولو ښې ښځينه ممثلې جايزه ترلاسه کړه. خو نوموړې د کارونو له امله د جايزې مراسمو کې حاضره نه وه او د ويډيو له لارې يې ليدونکو ته وويل:

((ډېره خوشحاله شوم چې >>تادوساک << فلم تاسو ته وړاندې شو، د فلمي فېستيوال له انتظامي کمېټې نه ډېره مننه کوم چې ما ته يې فرصت راکړی دی. دغه فلم زموږ له ټولو غوره، د تودو احساساتو او استعداد لرونکو کارکوونکو د ګډو کوښښونو له لارې جوړ شوی دی. دغه راز يو لېرې نظر لرونکي فلمي جوړونکي يعنې زموږ ډايرکټر مارټين لاروش ،يوه په زړه پورې کيسه نوښت کړه او يو ښځينه رول يې جوړ کړ، زه پدې هکله له هغه نه ډېره مننه کوم.))

سږکال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له څلوېښتم کال سره برابر دی، نو د روانې دورې فلمي فېستيوال په موده کې د دغه مهم او تاريخي کال په مرکزيت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلوېښتو کلونو په اړه د فلمونو او د فلمي اعلانونو نندارتونونو او فورم په شمول يو شمېر فعاليتونه هم ترسره شول. د طلايي جام جايزې د ورکولو په مراسمو کې چيني ممثل جانګ يي چې عمر يې هم څه باندې څلوېښت کلونو کې دی، له فلمونو، خپل دولت او زمانې سره د ده احساسات بيان کړل . ده وويل، ده ريښتينې فلمي نړۍ ته ډېر ستونزمن او ۳۰ کلن اوږد مزل وهلی دی. تراوسه نوموړي په ۱۴ ډرامو، ۲۰ فلمونو، ۴۰ سريالونو او تر سلو زياتو راډيويي ډارمو کې رولونه لوبولي دي.

((کله چې له چيني فلمونو سره د ټورونټو(Toronto) ، وېنيس(Venice) ،کانيس (Cannes) او شانګهای د نړيوال فلمي فېستيوالونو سرو غاليو ته راپورته شوم، له سينماسکوپ سره مې نور نوی پوهاوی پيدا کړ، يعنې د سينماسکوپ تر شا فلمونه نه دي، بلکې زمانه ده، په عظيم دولت کې عظيم فلمونه رامنځته کيدای شي، د فلمونو ټولې لاسته راوړنې د دغه دولت له پرمختګونو او برياليتوبونو څخه نه شي جلاکېدای.))

د اړوند خبر له مخې، په روان فلمي فېستيوال کې په ټولو شامل شوو فلمونو کې ۴۷ فلمونه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شول،۲۴ فلمونه په بهر کې په لومړي ځل خپاره شول ، ۸۴ فلمونه په اسيا کې او ۱۱۸ فلمونه په چين کې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شول. په لومړي ځل د فلمونو د خپرېدو ميکانيزم په وسيله غوره چيني فلمونه د شانګهای له نړيوال فلمي فېستيوال څخه نړيوالو ته وړاندې شول او د همدې فېستيوال له لارې چينايانو ته هم غوره بهرني فلمونه ورپېژندل شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای