CRI Online

د ۲۰۱۷ کال لپاره په چين کې د نشه يي توکو حالت په هکله راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 15:42:49

د جون په ۲۶مه نېټه به د نشه يي توکو د ممنوعيت له نړيوالې ورځې سره برابره وي.د چين د نشه توکو د مخنيوي او ممنوعيت کميټې دفتر د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د ۲۰۱۷ کال لپاره په چين کې د نشه يي توکو حالت په هکله راپور خپور کړ او د نشه يي توکو د کارونې ،سرچينو او قاچاق په باب يې معلومات وړاندې کړل.د دې راپور له مخې تېر کال د چين د نشه يي توکو د ممنوعيت کارونو ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او حالت يې تر کنترول لاندې راوستی چې د نشه يي توکو په اړه سترې ټولنيزې مسئلې نه دي رامنځته شوې او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته د دغو مسئلو زيانونه او پټ ګواښونو مخنيوی شوي دي.په دې راپور کې راغلي چې تېر کال په چين کې په نشه يي توکي د روږديو شمېر لاهم زيات شوی ، خو د نشه يي توکي د نويو کارونکو شمېر په پر له پسې توګه کم شوی چې د زياتوالي انډول يي د وړم کال د همدې مودې په پرتله راټيټ شوی دی .د تېر کال تر پايه پورې په چين کې په نشه يي توکي د روږديو شمېر له دوو مليونو پنځه لکو او پنځوسو زرو څخه اوښتی چې په دې جمله کې يې د نشه يي توکي د نويو کاروونکو شمېر څه باندې درې لکه او څلوېښت زره و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای