CRI Online

سعودي عربستان د حوثيانو له خوا توغول شوي دوه توغندي غورځولي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 15:46:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي پوځ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل چې د دې هېواد هوايي دفاعي پوځ په همدې ورځ پر رياض باندې د يمن څخه د حوثيانو له خوا توغول شوي دوه بالستيک توغندي غورځولي دي.

د ائتلافي پوځ وياند ترکي الفيصل په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې د ۲۴مې نيټې د شپې په اتو بجو او ۳۹ دقيقو د سعودي عربستان هوايي دفاعي پوځ دغه دوه توغندي غورځولي چې له امله يې ټوټې د استوګنې په سيمه کې لويدلې دي ، خو هېچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

شاهدانو ويلي چې يوه ټوټه د سفارتونو په سيمه کې لوېدلې ده، نو ورپسې د دې هېواد پوليسو په دې سيمه کې د امنيتي ساتنې تدابير پياوړې کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای