CRI Online

شي جين پينګ د نشه يي موادو د له منځه وړلو په اړه مهمه لارښوونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 16:14:27
شي جين پينګ د نشه يي موادو د له منځه وړلو په اړه مهمه لارښوونه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ څو ورځې مخکې د نشه يي موادو د له منځه وړلو په اړه مهمه لارښوونه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې موږ بايد د کمونېست ګوند لارښوونه پياوړې کړو، په پوره توګه دې په سياسي او نظامي وړتياوو کار وکړو او د ګڼ شمېر ملکي وګړيو په مرستې سره د نشه يي موادو د له منځه وړلو لپاره د چين ځانګړې لاره دې غوره کړو او په نوې زمانه کې د نشه يي موادو سره جګړه کې برياليتوب تر لاسه کړو.

هغه دې ته اشاره وکړه، د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د نشه يي موادو د له منځه وړلو دولتي کمېټې، بېلا بېلو سيمو او اړوندو ارګانونو په کلکه توګه مرکزي پرېکړې او ترتيبات پلي کړي او د نشه يي موادو د له منځه وړلو په برخه کې يې مهم مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، د نشه يي موادو د له منځه وړلو کارونه د هېواد له امنيت، د ملت له سمسورتيا او د خلکو له ګټو سره نږدې اړيکې لري، نو موږ بايد له قانون سره سم د نشه يي موادو په اړه جرمونو ته سخته سزا ورکړو او په کلکه جرمي ډلې له منځه يوسو. برسيره پر دې، موږ بايد په ټولنه کې له نشه يي موادو سره د مقابلې فضا د رامنځته کېدو لپاره کوښښونه وکړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای