د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د جون په ۲۵ مه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې له صدراعظم ايدوارد فيليپ سره وکتل.
له نوموړي سره په خبرو کې لي جان شو وويل، چې سږ کال په جنورۍ مياشت کې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر مکرون تر منځ مهمې کتنې د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره پلان جوړ کړی دی. دواړه خواوې بايد د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي او په دوامداره توګه دې متقابل سياسي باور پياوړی کړي.
فيليپ وويل، چې فرانسه غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي او د نړۍ د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |