CRI Online

لي که چيانګ د اروپايي ټولنې د کميټې له مرستيال رئيس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 20:57:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د اروپايي ټولنې کميټې له مرستيال رئيس جيرکي کاتاين سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ وويل چې چين او اروپايي ټولنه په نړۍ کې عمده اقتصادي ټولنې دي او يو د بل وارداتي سرچينې او عمده صادراتي بازارونه دي.د اوسنيو نړيوالو حالاتو پر وړاندې چين غواړي له اروپايي ټولنې سره همغږي پياوړې کړي،په ګډه څو اړخيز او د ازادې سوداګرۍ نظام وساتي څو د اقتصاد د نړيوال کېدو او د نړيوال اقتصاد د بيااعادې لپاره خدمتونه وکړي او نړۍ ته فعاله او ثابته نښه وښيي.

لي که چيانګ وويل چې روان کال د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۱۵کاليزې سره برابر دی.هيله ده چې په راتلونکې مياشت کې د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ کتنه د دواړو خواوو ترمنځ د پانګونې موافقه ليک په اړه د خبرو اترو د تر سره کولو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې واقعي پرمختګونه تر لاسه کړي.

کاتاين وويل چې اوس دواړه خواوې بايد په ګډه د سوداګرۍ ساتنې سره مخالفت وکړي او څو اړخيزه ازاده سوداګري وساتي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای