د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون د ۲۵مې نېټې تر غرمې وروسته په بېجينګ کې د فرانسې له صدراعظم ايدوارډ فيليپ سره وکتل .دواړو مشرانو د انرژۍ،ساينس او ټېکنالوژۍ او طب او روغتيا په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود.
لي که چيانګ وويل چې چين غواړي له فرانسې سره متقابل باور او همکاري پياوړې کړي .چين غواړي د ژبو د کولتور،ښوونې،ځوانانو او موزيمونو په برخو کې له فرانسې سره واقعي همکاري وکړي.
فيليپ وويل چې فرانسه غواړي له چين سره متقابل سياسي باور او واقعي همکاري پياوړې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |