CRI Online

د تجارتي جګړې تر ورېځې لاندی د چین او اروپا ترمنځ همکاري یوه قیمتي نمونه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-25 22:02:33
د تجارتي جګړې تر ورېځې لاندی د چین او اروپا ترمنځ همکاري یوه قیمتي نمونه ده

د جون میاشتې په ۲۵ مه نېټه د چین او اروپایي ټولنې ترمنځ د اقتصاد او تجارت د اووم ځل لوړپوړی دیالوګ په بېجینګ کې ترسره شو. دا د چین او اروپایي ټولنې ترمنځ د اقتصاد او تجارت ترټولو لوړپوړی دیالوګ میکانیزم دی او د چین د صدراعظم مرستیال لیو هه او د اروپایي ټولنې د شورا د رئیس مرستیال جيرکي کاتاين په ګډه د دغه ځل دیالوګ مشري وکړه. په دغه دیالوګ کې یو لړ نتیجې او موافقې ترلاسه شوې دي چې د دواړو خواوو خلک او حتی نړیواله ټولنه ناهیلي نه ده کړې.

چین او اروپایي ټولنه په دې نظر دي چې باید په ټینګه سره له یواړخیزم او د تجارت ساتنه غوښتونکي سره مخالفت وکړي،باید د تجارت نړیوال سازمان په مرکز د قاعدو په اساس د تجارت څواړخیز میکانیزم د ساتلو ژمنه وکړي او باید د نړیوال اقتصاد د ادارې سیستم بشپړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای