د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د جون په ۲۵مه نېټه د کوريا جمهوريت په څنګ کې يو بل ته د تګ راتګ چارو په دفتر کې د لوړ پوړي ډګروال په کچه سره اړيکې نيولې او د دواړو خواوو ترمنځ د پوځي مخابراتي لاين د اعاده کولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ: دواړه خواوې په دې نظر دي چې د پانمونجون په اعلاميه کې د پوځي تړون د پلې کېدو لپاره بايد ژر تر ژره خپلمنځی پوځي مخابراتي لاين اعاده شي. لومړی بايد د لازمو تدبيرونو په نيولو سره د ټاپووزمې په لويديځه سمندري سيمه کې پوځي مخابراتي لاين اعاده شي. دغه مخابراتي لاين څه موده مخکې د لوی اور له امله ويجاړ شوی و. دواړه خواوې به د ضروري موادو، سامان الاتو او د پروژې وخت په شمول د يو لړ مسئلو په اړه خپلې سلامشورې ته دوام ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |