CRI Online

عرب ليګ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د وزيرانو په کچه غونډې لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 10:14:23

عرب ليګ د جون په ۲۵ مه نېټه د مصر په پلازمينه قاهره کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د وزيرانو په کچه غونډې لپاره يوه مقدماتي غونډه ترسره کړه.

د مصر منځني ختيځ اژانس خبر ورکړ چې په دغه مقدماتي غونډه کې د عربي هېوادونو استازو د وزيرانو په کچه غونډې د اجنډا په هکله بحثونه وکړل،د عربي هېوادونو او چين ترمنځ د لرغونې دوستۍ د ټينګښت،د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او په اقتصادي، امنيتي او کلتوري برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.

د چين او عربي هېوادونو د پرېکړې له مخې به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د وزيرانو په کچه غونډه د جولای په لسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای