د سوريې حکومتي ځواکونو د جون په ۲۵ مه نېټه د هېواد په جنوب درعه او سويدا ولايتونو کې د افراطي ډلې النصر جبهې له اورپکو سره سخته جګړه وکړه او ورڅخه يې د دغو دوو ولايتونو په سرحدي سيمه کې ګڼ شمېر کلي بېرته ونيول.
سوري ځواکونو وويل چې د النصر جبهې اورپکو د هېواد په جنوب کې په پرله پسې توګه ترهګريز فعاليتونه کوي او د ځايي وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د روغې جوړې مخه يې نيولې ده، حکومتي ځواکونه به په ټينګه پر دغې ډلې حمله وکړي ترڅو د هېواد له جنوب نه ترهګر پاک او له منځه يووړل شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |