سوري ځواکونو د جون په ۲۵ مه نېټه وويل، چې د هېواد په جنوب کې به پر افراطي النصر جبهې سخته حمله وکړي ترڅو له دغې سيمې نه ترهګر پاک او له منځه يووړل شي.
د سوريې خبري اژانس د سوري ځواکونو د سرچينې په قول خبر ورکړ چې النصر جبهې په مداومه توګه د هېواد په جنوبي سيمه کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي، پر حکومتي ځواکونو يې بريدونه کړي، وضعيت يې خراب کړی او د تسليم کېدونکو وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د روغې جوړې مخه يې نيولې ده . سوري ځواکونه به د هېواد په جنوب کې له خلکو سره په ګډې همکارۍ پر النصر جبهې بريدونه وکړي او د عامو خلکو امنيت به خوندي کړي .(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |