CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې چين د نشه يي توکو د جوړولو په اړه نژدې ۶۰۰ دوسيې کشف کړې او څه دپاسه ۲۳ټنه نشه يي توکي يې پيدا کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 10:59:11

(د نشه يي توکو پر ضد ځانګړي عمليات کې)

د چين د نشه يي توکو ممنوعيت کمېټې دفتر د جون په ۲۵مه نېټه د ۲۰۱۷ کال لپاره په چين کې د نشه يي توکو حالت په اړه يو رپوټ خپور کړ چې پکې په چين کې د نشه يي توکو د کارولو،سرچينو او معاملو په اړه معلومات راغونډ شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې، د چين اړوندو څانګو په پر له پسې توګه د نشه يي توکو پر ضد ځانګړي عمليات تر سره کړي، په ټول هېواد کې يې د نشه يي توکو د جوړولو په اړه نژدې ۶۰۰ دوسيې کشف کړې، ۳۱۷ لابراتوارونه يې ويجاړو کړي او څه باندې ۲۳ټنه نشه يي توکي يې پيدا کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای