نن يعنې د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو د ممنوعيت نړيواله ورځ ده. سږ کال په دې ورځ کې د چين عمده تبليغاتي موضوع له نشه يي توکو پرته روغ ژوند دی. څو ورځې دمخه د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې خبر ورکړ چې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نيمه کې د چين ګمرکاتو د نشه يي توکو د قاچاق په اړه ۲۷۷ دوسيې کشف کړې، د چرس، هيروئين او کوکائين په شمول ۱.۹۳ ټنه ډول ډول نشه يي توکي او ۱۶۹ تنه اړوند شکمن کسان يې نيولي دي. د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په پرتله د کشف شويو دوسيو شمېر لږ څه لوړ شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |