د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روانې مياشتې د نوبتي رئيسه هېواد روسيې په وړانديز د م م امنيت شورا د جون په ۲۵مه نېټه د منځني ختيځ او شمالي افريقا پر حالاتو د غور کولو علني غونډه جوړه کړه څو چې د مختلفو خواوو ترمنځ تفاهم او موافقې زياتې شي او د سيمه ييزو حالاتو ارامتيا او ثبات پرمخ يووړل شي.
په م م کې د چين مرستيال استازي وو های تاو په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د تودو مسئلو د حل په اړه د چين نظريې بيانې کړې: لومړی، بايد پر ديالوګ او سلامشورې ټينګار وشي او د سيمې تودو مسئلو د سياسي حل لپاره کوښښونه وشي. دوهم، بايد د همغږۍ په پياوړتيا سره د اړوند هېواد پر لارښوونکي رول او د م م پر منځګړيتوب ټينګار وشي. درېيم، بايد د عمومي تګلارو په پلې کولو سره د سيمه ييزو بحرانونو لاملونه له منځه يووړل شي. څلورم، بايد د دوام لرونکي پرمختګ هڅونه وشي او د سيمه ييزې ناارامتياسرچينې ويحاړې شي. چين باور لري چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا هېوادونه او خلک د سولې او ارامتيا د اعاده کولو نيت، توان او پوهه لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |