د چين او افريقا د رسنيو ترمنځ د څلورمې دورې د همکارۍ فورم د جون په ۲۶ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو او په دغه غونډه کې د چين او افريقايي هېوادونو د حکومتي ادارو او رسنيو تر ۴۰۰ زياتو استازو د چين او افريقا د رسنيزو تګلارو ،د رسنيو د خبري جواز د جوړولو، د رسنيو د ډيجيټلېدو او د رسنيزو محتوياتو د ودې په شمول د ګڼ شمېر موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.
د اړوند خبر له مخې د روان فورم هدف د ۲۰۱۸ کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د سرمشريزې غونډې لپاره کومه چې په سپتمبر کې به په بېجينګ کې ترسره شي، چمتووالی نيول دي، دغه راز د ۲۰۱۵ کال د دغه فورم د جهانيسبورګ سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو پلي کول او د چين او افريقا د رسنيو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې پراخول هم دي. د فورم په موده کې به د چين او افريقا رسنۍ يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او د نوې دورې لپاره به د چين او افريقا د رسنيزو همکاريو د لاژورتيا په اړه اعلاميه تصويب کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |