CRI Online

د م م د کډوالو چارو عالي کميشنري: د نړۍ د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره ۱۸ کلونو ته اړتيا ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 11:08:33

د م م د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ د جون په ۲۵ مه نېټه د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړۍ د کډوالو د ځای پر ځای کولو اړتياوو د وړاندوينې رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي چې په نړۍ کې د بې ځايه شوو کډوالو د شمېر او د بېلابېلو هېوادونو لخوا د منونکو کډوالو د شمېر ترمنځ فاصله مخ په پراخېدو ده،د اوسني سرعت په لحاظ د نړۍ د موجودو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره ۱۸ کلونو ته اړتيا ده.

د دغه رپوټ له مخې تر ۲۰۱۹ کال پورې به د نړۍ د هغو کډوالو شمېر چې په درېيم هېواد کې يې ځای پر ځای کول په کار وي، يو مليون او څلور سوه زرو ته زيات شي، خو په ۲۰۱۷ کال کې يوازې ۷۵ زره کډوال وو چې بيا ځای پرځای کول يې په کار وو. د م م د کډوالو چارو عالي کميشنر فيليپو ګراندی هيله وښوده چې زيات هېوادونه د کډوالو په منونکو او ځای پر ځای کوونکو هېوادونو په ليکه کې راشي او هغه هېوادونه چې کډوال يې منلي دي،د کډوالو د ځای پر ځای کولو پلان پراخ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای