CRI Online

د امريکا د دفاع وزير چين ته خپل سفر " د غوږ نيولو " سفر بللی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 14:14:47

د امريکا د دفاع وزارت د جون په ۲۵ مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس چين ته له سفر مخکې وويل، چې چين ته د ده د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو اړيکو د ودې په اړه د چين نظرونو ته غوږ نيول او له چين سره د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه خبرې اترې دي.

ماټيس به د جون له ۲۶ مې نېټې نه تر ۲۸ مې نېټې پورې له چين نه ليدنه وکړي، نوموړي پر ځايي وخت په ۲۴ مه نېټه د دغه سفر د رسنيو پلاوي ته وويل،چې دواړه خواوې به د خپلو پوځي ستراتېژيو په اړه د نظريو تبادله وکړي، د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله به بحثونه وکړي، د دواړو خواوو د ګټو ګډ ټکي او توپيرونه به تائيد کړي او خبرو اترو ته به دوام ورکړي . دغه راز هغه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو اړيکو د ودې په هکله د چين نظرونو ته غوږ ونيسي او د امريکا اړوند نظرونه به بيان کړي.

د ماټيس په نظر چين او امريکا د سيمه ييز امنيت، سمسورتيا او ازادۍ په برخو کې ګډې ګټې لري. د کوريا ټاپووزمې د نا اټومي کولو په اړه له موضوع نه پرته دواړه خواوې ښايي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول ځينو برخو کې هم د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړي.

ماټيس له دغه سفر وروسته به د کوريا جمهوريت او جاپان ته ولاړ شي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای