CRI Online

په چين کې شاوخوا دوه لکه او څلوېښت زره د نشه يي توکو کاروونکي د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 14:17:16

د نشه يي توکو د کنترول او مخنيوي د نړيوالې ورځې د رارسېدو پر مهال د چين د عدليي چارو وزير ليو جي چيانګ د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې اوس ټولټال دوه لکه او څلوېښت زره د نشه يي توکو کاروونکي د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره په عدليي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

د روانې مياشتې په ۲۵مه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره د دغو کاروونکو د درملنې په باب معلومات وړاندې کړل.د چين د عدليي چارو مرستيال وزير ليو جي چيانګ په دې غونډه کې وويل (اواز.........) د نشه يي توکو د کنترول او مخنيوي په اړه د قانون او د نشه يي توکو د پرېښودو له مقرراتو سره سم عدلي اداري څانګې په زور او جبر توګه د روږديو د نشه يي توکو د پرېښودو او د دغو روږديو د بيا جوړېدو د ادارې او د استوګنې په سيمو کې د روږديو د نشه عادت د پرېښودو او د روغتيا تر لاسه کولو دندې پر غاړه لري.اوس په ټول چين کې د روږديو د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره د مرکزونو شمېر درې سوه يو شپېته دی چې پکې درې لکه او شل زره تنه منل کيږي.له ۲۰۰۸ کال څخه د نشه يي توکو د کنترول او مخنيوي قانون له پلي کېدو راهيسې په دغو مرکزونو کې په نشه يي توکي يو مليون درې لکه روږدي منل شوي او اوس دوه لکه او څلوېښت زره تنه د نشه يي توکو کاروونکي تر درملنې لاندې دي.د دې ترڅنګ په نشه يي توکي د روږديو د بيا جوړېدو د ځايونو شمېر درې اويا دی چې تر اوسه پورې يو لک د نشه توکو روږدي منل شوي دي.

د ليو جي چيانګ د معلوماتو له مخې اوس په چين کې په نشه يي توکي د روږديو نشه يي توکو د پرېښودو لپاره نسبتآ بشپړ عدلي نظام او سيستم جوړ شوی چې له امله يې بېلا بېل کارونه له قوانينو سره تر سره کيږي او د روږديو د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره عدلي او اداري کارونه قانوني او معياري شوي.سربېره پردې په نشه يي توکي د روږديو د نشه يي توکو د پرېښودو او بيا جوړېدو لپاره ځيني نوی تخنيکونه او لارې چارې هم پيدا شوي دي.هغه وويل چې په دې برخه کې د چين حکومت يو مسلکي او يوه معياري ډله جوړه کړې ده. هغه وويل (اواز...........) په نشه يي توکي د روږديو د نشه يي توکو د پرېښودو لپاره مسلکي طبي او رواني درملنه او د روغتيايي حالت د دوباره تر لاسه کولو لپاره د نشه يي توکو کاروونکو د نشه عادت پرېښودل مهم ټکی دی.عدليې وزارت په دې برخه کې د ځانګړې ډلې د جوړولو لپاره هڅه کړې تر څو د رواني درملنې سويه لوړه شي.اوس په عدلي سيستم کې د پوليسو شمېر ۵۷ زره دي چې په دې جمله کې د طبي کارپوهانو شمېر څلور زره دوه سوه درې شپېته او د رواني خدمت برابرونکو شمېر نهه زره څلور سوه پنځه څلوېښت او د ښوونکو شمېر لس زره شپږ سوه يوېشت دی او د روغتيا تر لاسه کولو لپاره د لارښوونکو شمېر درې زره نهه سوه درې نوي تنه دي چې د متخصصينو شمېر د يادو پوليسو د عمومي شمېر په سلو کې پنځوس برخه نيولې ده. که څه هم چين په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي، خو ننګونې او ستونزې يې هم ډېرې دي چې په دې جمله کې لويه ننګونه نوي ډول نشه يي توکي دي.د چين د عدليې چارو وزارت د نشه يي توکي کاروونکو د نشه يي توکو د پرېښودو ادارې مشر چاو شو جون وويل چې نوي ډول نشه يي توکي په چين کې د زياتوالي په حال کې دي.هغه وويل(اواز.....) د نوي ډول نشه يي توکو د کارونې مسئله د پاملرنې وړ ده.په يادو مرکزونو کې په نوي ډول نشه يي توکو د روږديو شمېر کال په کال زيات شوی دی. د شمېرنې له مخې په نوي ډول نشه يي توکو د روږديو شمېر په عنعنوی نشه يي توکي د روږديو د عمومي شمېر په سلو کې درې پنځوس برخه نيسي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای