د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د ۳۸مې غونډې په څنډه کې د جون په ۲۵مه نېټه د چين د بشري حقونو څېړنيزې ټولنې په ژنيو کې په شينجيانګ کې د بشري حقونو چارو د پرمختګ او ترقۍ تر سرليک لاندې يوه غونډه جوړه کړه او د چين په شينجيانګ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو، ښوونې، کلتور، ترهګرۍ ضد او طب په شمول برخو کې د نيول شويو تدبيرونو او تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه معلومات يې ورکړل.
د شينجيانګ د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مشر ښاغلي ګاو جيان لونګ په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره د شينجيانګ په بې وزلو سيمو کې عمومي پرمختيايي توان په څرګند ډول پياوړی شوی چې د بېوزلو کسانو د ژوندانه او پرمختګ حقونه يې تامين کړي دي. له ۲۰۱۲ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې په شينجيانګ کې ټول ۱۳ لکه او ۹۰ زره کسان له بې وزلۍ څخه خلاص شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |