CRI Online

چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره د نشه يي توکيو پر ضد همکاري پياوړي کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-26 17:57:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۲۶ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين تل د نشه يي توکيو پر ضد کارونو ته ډېره پاملرنه کوي، په مثبته توګه د نشه يې توکيو پر ضد له نړيوالې همکارۍ څخه ملاتړ او په کې ګډون کوي، له بېلا بېلو هېوادونو سره يې د دوه اړخيزې همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي او د ګاونډيو هېوادونو د نشه يي توکيو پرضد له کارونو سره مرسته کوي. چين به په راتلونکيو کلونو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاري پياوړي کړي تر څو چې له نشه يې توکيو څخه پوه پاکه نړۍ جوړه شي.

د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي توکو د ممنوعيت نړيواله ورځ ده. لو کانګ وويل چې اوس د نشه يي توکيو مسئلې نړيواله مسئله ده. د چين حکومت د نشه يې توکيو پر ضد کارونه پر مخ بوزي او په عين وخت کې د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ په مثبته توګه د نشه يې توکيو پرضد له نړيوالې همکارۍ څخه ملاتړ کوي او پکې ګډون هم کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای