د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اردن صدراعظم عمر رزاز د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه وويل ، له دې امله چې اردن د کډوالو د منلو کافي توان نه لري ، نور سوري کډوال به ونه مني.
نوموړي دغه څرګندونې د اردن د استازو جرګې له مشر تارونيع سره تر کتنې وروسته خبري رسنيو ته وکړې او ويې ويل چې اوسېدونکو سوري کډوالو پر اردن باندې فشارونه راوستلي چې منل شوي کډوال د اردن د منلو له توان څخه اوښتی ، نو نور سوري کډوال به ونه مني.
هغه زياته کړه چې اردن د سوريايانو غمونو او سختيو ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د سوريې شخړې ښکيلې خواوې ژر تر ژره سياسي توافق او لايحه جوړه کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |