CRI Online

د ترکيې او امريکا ولسمشرانو پر دې ټينګار وکړ چې په دفاعي او پوځي چارو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 09:48:59

د ترکيې ولسمشرۍ مانۍ د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد ولسمشر رجب تايب اوردوګان په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې په دفاعي او پوځي چارو کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.

يادې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ټرمپ تر هر څه لومړی د ترکيې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اوردوګان د بريالي کېدو له امله ور ته مبارکي ويلې ده.دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې په دفاعي او پوځي چارو کې به دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د سوريې په منبيج کې به د امنيتي همکارۍ نقشه پلې کړي او له ترهګرۍ سره مبارزې ته به ادامه کړي .

په دې اعلاميه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به په جولای کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې يو له بل سره ملاقات وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای