CRI Online

د چين او افريقا د خبري رسنيو ترمنځ څلورم همکاريز فورم په بېجينګ کې پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 09:51:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين او افريقا د خبري رسنيو ترمنځ څلورم همکاريز فورم د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو .پکې دوولس همکاريز تړونونه لاسليک شوي او د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې او همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډه اعلاميه تصويب شوې ده.

د دې فورم موخه د روان کال په سپتمبر کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې غونډې لپاره د تياريانو نيول ، په ۲۰۱۵ کال کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د هانيسبورګ له سرمشريزې غونډې څخه د تر لاسه شويو لاسته راوړنو پلی کول او د خبري رسنيو په ساحه کې د چين او افريقا ترمنځ د تبادلې او همکارۍ پياوړتيا ده.

د چين او افريفا د حکومتي څانګو او خبري رسنيو څه باندې څلور سوه استازو په دې فورم کې ګډون وکړ او د چين او افريقا د خبري رسنيو د تګلارې،د چين او افريقا د خبري رسنيو د ويناوو حقونو د تر لاسه کولو او د دغو خبري رسنيو د ډيجټلي کېدو او د اړوندو چارو د پرمختګ په باب يې بحث وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای