CRI Online

ګوټريس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 10:24:31
ګوټريس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره همکاري پياوړې کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جون په ۲۶مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره همکاري پياوړې کړي.

د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي نړيواله ورځ وه. ګوټريس په همدې ورځ وويل، نشه يي توکي د انسانانو په مخ له ډېرو پيچلو ننګونو څخه يوه ده او د خلکو پر روغتيا او ګټو، کورنيو او استوګنځيو، امنيت او دوامدار پرمختګ پراخې منفي اغېزې کوي. هغه پر دې ټينګار وکړ، د نشه يي توکيو پر ضد مبازره نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري. هغه پر بېلا بېلو هېوادونو غږ وکړ چې د درملو د ناوړه استفادې مخنيوی وکړي، د نشه يي موادو پر ځای دې د بديلو نباتاتو کرلو لارې چارې پراخې کړي او د نشه يي توکيو د قاچاق او ډله ييزو جرمونو مخه دې ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای