د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا فدرالي سترې محکمې د جون په ۲۶مه نېټه پرېکړه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال د مهاجرينو د محدوديت حکم وکړ، دا د ولسمشر له دندې سره سمون خوري. دا د ټرمپ لخوا د ولسمشر دندې پر غاړه تر اخيستلو راهيسې، د ده حکومت په وړاندې د فدرالي سترې محکمې لومړۍ مهمه پرېکړه ده.
فدرالي سترې محکمې په ۵ موافقو رايو او ۴ مخالفو رايو ياده پرېکړه وکړه. مشر قاضي جونګ روبيرټس او ۴ تنو محافظه کارو قاضيانو موافقې رايې ورکړې. د سترې محکمې د دې پرېکړې له امله، تېر کال د فدرالي ۹مې ګرځنده مرافعې محکمې اړوند حکم بې اعتباره شوی و. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |