CRI Online

د م م ځانګړی استازي:د افغانستان په سياسي بهير کې مثبت حالت رامنځته شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 10:31:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي د افغان چارو ځانګړی استازي تاداميچي ياماموتو د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د امنيت شورا ته وويل چې د افغانستان په سياسي بهير کې مثبت حالت رامنځته شوی ، خو د دې ترڅنګ هغه پر ځينو مسئلو اندېښمن دی .

نوموړي چې له دې هېواد سره د م م د مرستندويه ډلې مسئول دی ، وويل چې افغان حکومت د روان کال په فبروري کې د کابل بهير په هکله د غونډې په موده کې له شرطونو پرته د سولې خبرو اترو وړانديز وکړ چې دا د افغانستان د سولې بهير لپاره نوې فضا برابره کړې ده. افغانان ټول هيله لري چې په خپل هېواد کې يې سوله رامنځته شي.اوسني ولسمشر اشرف غني هم د خبرو اترو له لارې د سولې د لټولو لپاره هم ګامونه پورته کړي دي.

تاداميچي ياماموتو وويل چې د افغانستان پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې چې د پلان له مخې به په جلا جلا توګه د روان کال په اکتوبر او په راتلونکي کال کې تر سره شي ، اوس د چمتوالي په حال کې دي. د روان کال د اپريل له منځنۍ لسيزې راهيسې څه باندې اووه مليونه تنو د رايې ور کونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

هغه همدارنګه وويل چې د م م او افغان حکومت تر ګډې مشرۍ لاندې به د دې هېواد د وزيرانو په کچه غونډه د روان کال د نومبر په ۲۸مه نېټه تر سره شي او د افغانستان پرمختيايي حالت،ور سره د مرستې اغيزې ، موجودو ننګونو او د لنډې مودې بشري عملونو او پرمختيايي همکارۍ ترمنځ اړيکو ته به پاملرنه پکې وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای