CRI Online

المان او هسپانيا به په ګډه د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو لپاره ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 14:59:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په برلين کې د هسپانيا له صدراعظم پيدرو ساچيز سره وکتل.دواړو خواوو وويل چې دوی به د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو لپاره نژدې دوه اړخيزې همکارۍ وکړي.

ميرکل تر کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې المان او هسپانيا د اروپايي ټولنې د بانکي چارو د ټولنې،د اروپايي سرمايې د بازاري ټولنې او په يورو سيمه کې له بحران سره د مقابلې توان د پياوړتيا په هکله ګډو نظريو ته رسيدلي او د دې ټولنې د اقتصاد او د پيسو ټولنې د پرمختګ په هکله يې له فرانسې سره يو ځای د دغې کميټې د اقتصادي اصلاحاتو په اړه وړانديز هم کړی دی.

د کډوالو او مهاجرينو مسئلې په هکله د دواړو هېوادونو مشران په دې اند دي چې اروپايي ټولنه د يوې ګډې لايحې جوړونې ته اړتيا لري.ميرکل وويل چې اروپا ته د ناقانونه افريقايي مهاجرينو د راتګ کمښت د اورپايي ټولنې د کډالو او مهاجرينو کارونو مهم ټکي دي.اروپايي ټولنه بايد له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ وکړي او له هغو هېوادونو سره چې د کډوالو له مسئلې سره مخامخ دی ، مرستې دې وکړي او د ځايي پرمختګ لپاره دې ور څخه ملاتړ وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای