CRI Online

د امريکا څه باندې ۲۷۰ دولتي او ځايي سوداګريزو سازمانونو وغوښتل چې د ګمرکي مالياتو د اخيستلو په برخه کې د ولسمشر واک دې محدود شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 15:22:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا څه باندې ۲۷۰ دولتي او ځايي سوداګريزو سازمانونو د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه په يو پيغام کې د دې هېواد له ملي کانګرس څخه وغوښتل چې د قانون جوړولو له لارې د دولتي امنيت په پلمه د ګمرکي مالياتو د اخيستلو په برخه کې د ولسمشرۍ واک دې محدود کړي.

په ۱۹۶۲ کال کې د سوداګرۍ پرمختګ په اړه د قانون د ۲۳۲ مادې له مخې د امريکا حکومت ملي امنيت ته د وارداتي توليداتو د رسېدونکو زيانونو د پلټنې حق لري. له دې نه مخکې د ټرمپ حکومت د دې مادې له مخې له واردېدونکو فولادي او المونيومي توليداتو څخه ګمرکي ماليات زيات کړی او د واردېدونکو موټرونو او د موټر پرزو پلټنه يې پيل کړې ده چې دغه کړنه د امريکا په دننه او نړيواله ټولنه کې له ډېر مخالفت سره مخامخ شوې ده. ورپسې اروپايي ټولنې، کاناډا او مکسيکو متقابل تدبيرونه نيولي دي.

دغو سوداګريزو سازمانونو په همدې ورځ په ياد پيغام کې وويل چې د دې هېواد د مشرانو جرګې د ديپلوماتيکې کميټې د رئيس او نورو غړو له خوا له وړاندی شوې طرحې څخه ملاتړکوي کوم چې د يادې مادې له مخې د امريکا ولسمشر بايد د وارداتو د محدوديت پر مهال ملي کانګرس ته اړونده لايحه وړاندې کړي او ملي کانګرس به په شپېتو ورځو کې د دې لايحې په باب بحث او رايه ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای