CRI Online

نړيواله ټولنه بايد د سوله ييز بهير د پيل په اړه له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 15:33:46
نړيواله ټولنه بايد د سوله ييز بهير د پيل په اړه له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شو د جون په ۲۶مه نېټه وويل، نړيواله ټولنه بايد له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي چې د ملي روغې جوړې په اړه د طالبانو په شمول له مخالفينو سره موافقې ته ورسيږي او سوله ييز بهير دې پيل کړي.

ما جاو شو په همدې ورځ د افغانستان مسئلې په هکله د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې وويل، د ملي روغې جوړې پرمخبيول د دې مسئلې د حل لپاره بنسټيزه لار ده، بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې پر سوله ييز بهير ټينګار وشي. طالبان بايد د افغان حکومت د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ورکړي او د دې هېواد د دايمي سولې او ثبات لپاره دې کوښښونه وکړي. چين د دې هر کلی کوي چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د لنډمهالي اوربند اعلان وکړ او د خپل هېواد د ثبات د ساتلو، د ملي روغې جوړې د پرمخبيولو او د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره د افغان حکومت زيارونه ستايي. نړيواله ټولنه بايد له افغانستان څخه کلک ملاتړ وکړي.

ما جاو شو وويل، سوله او ثبات د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ بنسټ دی. نړيواله ټولنه بايد د افغان پوځ له جوړونې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو افغانستان د ځان دفاع په برخه کې خپل توان پياوړی کړي او ورسره د ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او د نشه يي موادو د قاچاق په شمول له ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای