چين په برياليتوب سره د نوې تکنالوژۍ ازمويښتي دوه سپوږمکۍ وتوغولې
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون د ۲۷مې نېټې په ۱۱ نيمو بجو، د چين د شي چانګ په نوم د سپوږمکيو په توغوونکي مرکز کې چانګ جنګ دوهم نمبر راکټ په برياليتوب سره د نوې تکنالوژۍ ازمويښتي دوه سپوږمکۍ وتوغولې، دغه سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته رسېدلې او ننوتلي دي.
د اړوند خبر له مخې، دغه دوه سپوږمکۍ د سپوږمکيو ترمنځ د ځنځير جوړونې او پر ځمکې د کتنې او څارنې د تکنالوژۍ په ازمويښتي کارونو بوختې دي.
دا د چانګ جنګ د سيسټيماتيکو راکټونو د ۲۷۸م ځل توغونه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |