CRI Online

د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس له چين څخه په ليدنه بوخت دی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 16:11:25

د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس د جون په شپږويشتمه نېټه له چين څخه خپله ليدنه پيل کړه. مخکې د چين د دفاع وزارت خبر خپور کړی و چې د چين دولتي او پوځي مشران به له ماټيس سره ملاقاتونه وکړي او دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د اړيکو او د ګډو علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي. د کارپوهانو په اند اوسمهال د چين او امريکا تر منځ په پوځي اړيکو کې منفي اغيزې زياتې شوې، خو عموما ثبات ساتل شوی دی. دا ځل تفاهم او خبرې اترې، د بحرانونو اداره او کنټرول به د چين او امريکا د پوځونو د مشرانو تر منځ د ليدنو ګډ هدف وي.

د چين د دولتي شورا د کميټې غړي او د دفاع وزير او ډګر جنرال وې فنګ هه په بلنه د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس د جون له شپږويشتمې نيټې څخه تر اته ويشتمې نيټې پورې له چين څخه ليدنه کوي. هغه د امريکا د دفاع وزير په توګه د خپل ماموريت د پيل کولو له اوولسو مياشتو راهيسې د لومړي ځل لپاره له چين څخه ليدنه کوي چې تير ځل چين ته د امريکا د دفاع پخواني وزير د سفر څخه تر اوسه پورې څلور کاله تير شوي.

په وروستيو کلونو کې د چين او امريکا تر منځ پوځي اړيکې په عمومي ډول ثابتې ساتل شوې دي. خو د روان کال له پيل راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي اړيکو کې منفي عوامل د زياتيدو په حال کې دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې د نړيوالې پوځي همکارۍ دفتر د امنيتي همکارۍ مرکز منشي جو بو دېته پام کړی چې د تېر کال له پايه څخه د روان کال تر پيل پورې امريکا وار په وار دري راپورونه خپاره کړي چې له مخې يې چين د خپل لومړي ستراتيژيک سيال او حريف په توګه بولي. امريکا د ارام سمندر سيمې په پوځي تمرينونو کې د چين د ګډون بلنه رد کړې. د روان کال په جون مياشت کې د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس د شنګريلا په خبرو اترو کې د جنوبي سمندر او تايوان مسئلو په هکله پر چين نيوکه وکړه. خو د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي اړيکو په هکله د دفاع او د امنيت ساتلو په ساحو کې کارپوه جو بو بدبينی نه دی.

د لويو هېوادونو تر منځ اړيکې په اصلو کې پيچيلې دي. زموږ تر پاملرنې لاندې ماټيس د شنګريلا په خبرو اترو کې دا څرګنده کړه چې امريکا له چين سره د هر ډول احتمالي همکارۍ هرکلی کوي او امريکا به په مداومه توګه له چين سره د لاسته راوړنو په مرسته او لارښوونه د رغنده اړيکو د جوړولو لټون وکړي. مخکې د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند ژن ګو چيانګ وويل چين له امريکا سره پوځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې امريکا له چين سره په يو لوري حرکت وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې د پوځي اړيکو د ثبات ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

جو بو وويل تفاهم او خبرې اترې، د بحرانونو اداره او کنټرول بايد د چين او امريکا د مشرتابه ملاقاتونو ګډ هدف وګرځي. دواړه خواوې به د خپلې علاقې وړ مسئلو په هکله خپل دريځ بيان کړي، امريکا به خپلې پاملرنې يادې کړي او چين به خپلې مرکزي ګټې وښيي او دواړه خواوې به په ډېر لوی چوکاټ کې خپل دريځ او د وروستۍ کرښې اصول څرګند کړي. دا ډېره مهمه ده چې په دې ملاقاتونو کې به په عمده توګه د اسيا او ارام سمندر د سيمې حالاتو او ذات البيني اړيکو ته پاملرنه وشي. امريکا او چين د جنوبي سمندر مسئلې په هکله يو پر بل نيوکه کوي، زما په نظر دا د دې مسئلې په هکله د تفاهم يو ښه فرصت دی. دواړه خواوې خپلې نظريې پاکولی شي او يو له بل سره تفاهم پياوړی کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای