CRI Online

د فوټبال د نړيوال جام په لوبو کې د چين نښې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 18:37:51

په تېرو لسګونو کلونو کې کله چين په لومړي ځل د فوټبال د نړيوال جام په لوبو کې برخه واخيستله ، په دغو لوبو کې د چين نښې تل لېدل کېدلې. د فوټبال د نړيوال جام په لوبو کې د چين د شموليت هيله لا هم بيړنۍ ده ،په تېره بيا په روانو لوبو کې، سره له دې چې د چين ټيم د نړۍ په دوه ديرشو غښتلو ټيمونو کې نه دی شامل شوی ، خو په يادو لوبو کې کارول شوي توپونه، بختوره نښه ،يادګاري سکې د چين لخوا جوړ شوي دي، دغه راز د چين زياته اندازه ځوان لوبغاړي او مينوال هم روسيې ته ليږدولي دي، نو ويل کيږي چې د لوبو په هر ځاي کې د چين نښې موجودې دي .

د فوټبال ډګرونو په څنګ پلورنځيو کې رنګارنګ يادګاري شيان د چين لخوا جوړ شوي دي ، پرته له دې نه په دوو نويو جوړ شويو ډګرونو کې شپيته ليفتونه هم د چين لخوا توليد شوي دي ، د روسيې د کمونستي ځوانانو ټولنې پرافدا ورځپاڼې د مرستيال سدکوف خبريال ته وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد ډيره پرمختيا موندلې او چينايي توليدات هم د نړيوالو د درناوي وړ ګرځيدلي دي ، نن ورځ چين په ټوله نړۍ کې د توليداتو ستر جوړونکی هيواد دی .

(اواز) په روسيه کې چينايي توليدات ښه بازار لري او د ځايي وګړو د ژوند په بېلا بېلو برخو کې لېدل کېږي ، اوسمهال روسيان د چينايي توکو د کيفيت هم ډيره ستاينه کوي.

له چينايي توليداتو څخه پرته د فوټبال په روانو لوبو کې ډيرې چينايي تصدۍ هم ليدل کيږي چې دوی د فوټبال د نړيوال اتحاد له مرسته ورکوونکو تصديوڅخه يو ستر ځواک ګرځيدلی دی. د مسکو د لوژنيکي لوبغالي ته د ورتګ لارې په دواړو غاړو کې د روانو لوبو مرستندويه تصدۍ او ددوی غرفې قطار په قطار پرتې دي چې په لومړي قطار کې د څو چينايي تصديو غرفې دي .د يادولو وړ ده چې په روانو لوبو کې چينايي تصديو د اعلانونو لپاره اته سوه مليونه امريکايي ډالره لګولي دي چې دغه شمير تر ټولو زيات دی .

(اواز ۲) په نړيوال سټيج کې د چينايي تصديو د اغيزې پراخولو لپاره سپورټ تبصره کوونکي يان چيانګ وويل د فوټبال د نړيوال جام لوبې بي شکه يو غوره انتخاب دی ، دغه راز په روسيه کې د نړيوال جام لوبو ترسره کېدل له چين سره نژدې اړيکې لری .

د يادو لوبو د پرانيستلو له ورځې څخه د چين ځوان لوبغاړي هم د سيالۍ د پيل په وخت کې ميدان ته ننوتل څو چې د فوټبال لوبو د پرمختګ او د نړيوال جام په لوبو کې د خپل هيواد د برخې اخيستنې په غرض د چين ښه اينده نړيوالو ته څرګنده کړي. د مثال په توګه هغه هلک له شانګهاي څخه راغلی او شه يو شيانګ نوميږي، اته کاله مخکې يې د فوټبال په لوبو پيل کړی دی. ده وويل،

(اواز ۳) ډير خوشاله او هيجاني يم چې زيات ملګري مې وپيژندل، دا زما د پلار و مور فخر هم دی .د فوټبال د نړيوال جام په سيالۍ کې شموليت زما په عمر کې د خوښۍ وړ کار دی . هيله من يم چې له بيرغ ساتونکي څخه په لوبغاړي بدل شم او د خپل وطن په نمايندګۍ لومړی لمبر وګټم .

د يوې شميرنې له مخې له څلويښتو زرو نه زياتو چينايي مينوالو د فوټبال د روانو لوبو د ليدو ټکټونه اخيستي دي، خو د روسيې د خبررسنيو د اټکل له مخې روسيې ته تللي چينايان له دغه شميره ډير زيات دي. ښاغلي سدکوف وويل :د تاسف وړ ده چې د چين ټيم په نړيوالو سياليو کې نه ليدل کېږی، خو د چينايي مينوالو تاوده احساسات او د فوټبال له لوبو سره ددوی مينه پر نړيوالو اغيزه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای