CRI Online

د چين او امريکا د دفاع وزيرونو تر منځ کتنه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 20:00:02
د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وی فنګ هه د جون په ۲۷ مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د دفاع وزير جېمس ماټيس سره خبرې اترې وکړې.
وي فنګ هه وويل چې د رئيس شي جين پينګ په محور د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په مشرۍ د چين ټول وګړي د اصلي نيت او خپلو دندو په يادولو، خپل بېرغ په اوچتولو او ټينګ يووالي سره د هغو موخو د تر لاسه کولو لپاره کوښښ کوي، کومه چې د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوې دي. چين د سولې پرمختګ لاره ټينګه کړې او د چين پوځ د ملي حاکميت، امنيت ،پرمختګ او ملي ګټو د ساتلو لپاره کوښښ کوي. هغه د تايوان مسئلې، د جنوبي سمندر مسئلې او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مئسلې په اړه هم د چين دريځ او پاملرنې څرګندې کړې. 
ماټيس وويل چې د چين پرمختګ د امريکا او نړۍ ګټو سره سمون خوري، امريکا او چين بايد ښې اړيکې وساتي. امريکا د دواړو هېوادونو پوځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. باور لرم چې امريکا او چين د همکارۍ له لارې کولی شي چې د نړۍ سوله او پرمختګ پياوړي کړي.
(مينه)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای