CRI Online

شي جین پینګ د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-27 21:51:00

شي جین پینګ د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۷ مه نېټه د امريکا د دفاع وزير جېمس ماټيس سره په خبرو اترو کې وويل چې چين او امريکا بايد د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ پياوړی کړي. نوموړي وویل چې د چين او امريکا د ګډو ګټو د ليدلو په ترڅ کې د دواړو خواوو تر منځ اختلاف هم ګورو. د چين د ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا په اړه د چين دريځ ټينګ او روښانه دی، هغه سيمې چې د پخوانيو اجدادو لخوا را پاتې شوي کېدای نه شي چې له لاسه یی ورکړو، او د نورو خلکو هیڅ شی هم نه غواړو.

هرکلی کوم چې د دفاع وزير جېمس ماټيس له چين څخه ليدنه کوي، خوشحاله يم چې له تاسو سره يو ځل بيا ګورم. تېر ځل موږ په مار ا لاګو کې سره لېدلی وو، او هغه مهال می له ولسمشر ډوناډ ټرمپ سره مې لومړۍ کتنه وکړه.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې شي جين پينګ وويل چې د ارام سمندر په پراخه سيمه کې چين او امريکا او نور هېوادونه په ګډه پاتې کېدای شي.

د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه پرمختګ د نړيوالې سولې،ثبات او سمسورتيا لپاره ډېر ګټور دی او د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده.په دې وروستيو کلونو کې د چين او امريکا د ځواکونو ترمنځ اړيکو په ښه توګه پرمختګ کړی او ډېرې همکارۍ او تبادلې یی تر سره کړي دي. موږ هيله لرو چې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته دوام ورکړو. تاسو په مناسب وخت کې له چین څخه لیدنه وکړه او هیله ده چې يو ښه سفر او ګټوره ليدنه ولرئ.

ماټيس د دغې کتنې له امله له شي جين پينګ څخه مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې امريکا له چين سره پوځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو له مخې خپلمنځي ستراتېژيکې خبرې اترې پياوړې کړي ،د متقابلو ګټو د ساتلو پر بنسټ همکارۍ پراخې کړي، د توپيرونو خطرونه کنترول کړي اود تاوتريخوالي او مقاومت مخه ونيسي ترڅود دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د اړيکو د هڅولو لپاره رغنده رول ولوبوي. ماټيس په دې اړه وويل:

ډېر خوشحاله يم چې چين ته راغلی یم. لکه څنګه چې تاسو وویل امريکا او چين د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په مهمه مرحله کې مې د چين له اړوندو خواوو سره په ښه توګه خبرې اترې وکړې او زما تود هرکلی او ميلمه پالنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره د دواړو پوځونو د اړيکو مهم ارزښت ترې څرګنديږي. زما د روان سفر هدف له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکې ودې د سم مدار او لوري په هکله د نظريو تبادله کول دي.

ماټيس رئيس شي جين پينګ ته د ولسمشر ټرمپ سلامونه وسپارل . شي جين پينګ له ماټيس څخه وغوښتل چې ولسمشر ټرمپ ته د ده سلامونه هم ورسوي.

ماټيس د چين په بلنه د جون له ۲۶ مې نېټې نه تر ۲۸ مې نېټې پورې له چين نه ليدنه وکړه. دا د تېر کال په جنورۍ کې د امريکا د دفاع وزير په توګه له ټاکل کېدو وروسته چين ته د ماټيس لومړی سفر دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای