CRI Online

يانګ جې چه او وې فنګ هه په جلا جلا توګه د امريکا د ملي دفاع له وزير جېمس ماټيس سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 10:59:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير يانګ جې چه او د چين د دولتي شورا او د ملي دفاع وزير وې فنګ هه د جون په اووه ويشتمه نېټه په جلا جلا توګه د دياو يو تای په دولتي مېلمستون او د با يي په ودانۍ کې د امريکا د ملي دفاع له وزير جېمس ماټيس سره خبرې اترې وکړې.

يانګ جې چه په خبرو اترو کې وويل، چين او امريکا د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې پراخې ګډې ګټې او سترې او درندې دندې لري. اوسمهال دوه اړخيزې اړيکې د پرمختګ په مهم حال کې دي. هيله لري چې امريکا له چين سره پر يو لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، ستراتيژيک تګ راتګ پياوړی کړي او له ستراتيژيکو تيروتنو څخه ځان ليرې کړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې په سمه لاره پرمختګ ومومي.

وې فنګ هه وويل، چې چين تل پر سوله ييز پرمختګ ټينګار کوي او د چين پوځ د هېواد د حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو په باره کې ټينګه اداره او هوډ لري.

ماټېس وويل، چې امريکا او چين مهمې ګډې ګټې او همکاريز بنسټ لري. امريکا د يو چين پيژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. امريکا د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. هيله لري چې د مهمو ستراتيژيکو مسئلو په اړه له چين سره ژورې او رښتينې تبادلې وکړي او په لا پراخه ساحه کې ښې همکارۍ وکړي. دغه راز، دواړه هېوادونه بايد د توپيرونو په ليرې کولو سره د مقابلې او مجادلې مخنيوی وکړي او بايد ګډ پرمختګ پياوړی کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای