د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سره صليب نړيوالې کمېټې د جون په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوريې په جنوب کې له ښکېلو خواوو څخه د عامو وګړيو د امنيت ساتلو غوښتنه وکړه.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د سوريې په جنوب دېرا ايالت کې لسګونه زره عام وګړي د جګړې له امله ځپل شوي او يا له خپلو کورونو څخه د تښتېدو په حال کې دي. د سره صليب نړيواله کمېټه د دوی پر امنيتي حالت ډېره انديښنه لري. په دغه اعلاميه کې غوښتنه شوې چې د دغه هېواد په جنوب د ديرا الزو، اسويدا او القنيطره ايالتونو کې ښکېلې خواوې صبر او زغم وساتي، تر خپلې وسې پورې دې له دوښمنانه عملياتو څخه عام وګړي بچ کړي او دوی ته دې د مرګ ژوبلې د اوښتلو مخنيوی وکړي. د سره صليب نړيواله کمېټه به بې کوره کسانو ته بيړنۍ مرستې او ټپيانو ته به درملنې برابرې کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |