د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نايجريا د لوړې ايالت پارلماني غړي پيتر ګيدنګ د جون په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې د روانې مياشتې د ۲۳مې نېټې په شپه د دغه ايالت ۱۱ کلي د اورپکو له بريدونو سره مخامخ شول. تر اوسه پورې د دغو بريدونو له امله د قربانيانو شمېر له ۲۰۰ تنو څخه اوښتی او ښايي دغه شمېر لا نور هم زيات شي.
د خبر له مخې، د سختې مرګ ژوبلې تر څنګ د دغو بريدونو له امله يو شمېر کورونه او موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |