CRI Online

د چين بېلا بېل ځايونه د محصلينو د روزګار د پياوړتيا لپاره تدبيرونه نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 11:04:41

جون د محصلينو د فارغېدو فصل دی. په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د هغو محصلينو شمېر اتو مليونو او دوه لکو تنو ته رسېږي، کوم چې په همدې کال کې به له پوهنتونونو څخه فارغ شي. د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونه د محصلينو د روزګار د پياوړتيا لپاره راز راز تدبيرونه نيسي.

د سږ کال په مارچ مياشت کې د چين د روزګار او ټولنې د ضمانت وزارت په ۲۰۱۸م کال کې د محصلينو د روزګار د پياوړتيا په اړه خبرپاڼه خپره کړه. په دغه خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې بېلا بېل ځايونه بايد په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو تر لارښوونې لاندې په هراړخيزه توګه د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې په عملي کولو سره د محصلينو د روزګار پياوړتيا ته لومړيتوب ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای